د سږني پسرلني اختر په موده کې ۱۳ ميليونو او ۵۱۷ زرو کسانو چين ته تګ راتګ کړی
CMG2024/02/19 10:38:42
شريکول:

د چين د مهاجرينو ملي ادارې د فبرورۍ په ۱۸مې نېټې ويلي، چې د ۲۰۲۴م کال د پسرلني اختر په موده کې ۱۳ ميليونو او ۵۱۷ زرو کسانو چين ته تګ راتګ کړی دی.

دغه شمېر د تېر کال د همدې مودې په نسبت ۲.۸ چنده زياتوالی ښيي او د ۲۰۱۹م کال د پسرلني اختر د ورته  شمېرې نږدې ۹۰ سلنه يې نيولې ده.

د سږني پسرلني اختر په ترڅ کې هره ورځ  ۱۶۹۰ زره کسانو چين ته تګ راتګ کړی دی.

شمېرې ښيي، د روانې مياشتې په ۱۲مې نېټې  ۱۸۵۷ کسانو چين ته تګ راتګ کړی، چې دا شمېر تر ټولو زیات دی او په همدې نېټې د اړوندو څانګو لخوا د څارل شويو ټرانسپورټي وسيلو شمېر ۴۵۹ زره ښودل شوی، چې دا د تېر کال د همدې مودې په بنست ۱.۶ چنده زياتوالی ښيي.