د حوثيانو توغندي د بريتانوي بار وړونکې بیړۍ په نښه کړی او سخت زیان یې اړولی دی
CMG2024/02/20 11:19:24
شريکول:

د یمن د حوثي وسله والو ویاند یحیی سرایا د فبرورۍ په ۱۹مې نېټې ويلي، چې د حوثيانو د عدن په خلیج کې د بريتانیا پر یوې بار وړونکې کښتۍ توغندیز برید وکړ او په بریالیتوب سره یې هدف په نښه کړ.

سرايا وویل، هغه بار وړونکې بېړۍ چې له توغنديز بريد سره مخامخ شوه، "روبیمار" نومېده، د بیلیز بیرغ یې پورته کاوه او په بريتانیا کې يې ثبت شوې ده.

سرايا د برید دقیق وخت او ځای نه دی په ډاګه کړی او ویلي یې دي چې دغې کښتۍ ته " ناورین زیان " رسېدلی او دا مهال د تګ توان نه لري.

(ژباړه: شکريه)