د امريکا په مينيسوډا ايالت کې د ډزو له امله ۴ تنه وژل شوي
CMG2024/02/20 11:25:13
شريکول:

د امریکا د مینیسوډا ایالت په بونسویل ښار کې د فبرورۍ د ۱۸مې نېټې په سهار د ډزو پېښه رامنځته شوې، چې له امله یې د بریدګر په ګډون څلور تنه وژل شوي دي.

د مینیسوډا پولیسو ويلي، چې بریدګر د ټوپک په زور له يوه کور څخه يوه ښځه او ۷ ماشومان تښتولي وو.

پولیسو ويلي، بريدګر له ځان سره ډېر ټوپکونه او مهمات درلودل او له خپل کوره يې پر پولیسو ډزې کولې او پوليسو هم ځوابي ډزې پرې کړي دي.