مسکو: اوکرایني ځواکونو د امریکا کیمیاوي وسلې کارولې دي
CMG2024/02/20 11:25:53
شريکول:

د روسيې د وړانګو، کيمياوي او بيولوژيکي دفاعي ځواکونو قوماندان کيريلوف د فبرورۍ په ۱۹مې نېټې خبري رسنيو ته ويلي، چې اوکرايني ځواکونو د روسي پوځ پر ضد د امریکا له خوا جوړې شوې کیمیاوي وسلې کارولې دي.

نوموړي ادعا کړې، چې د اوکراین بې پيلوټه الوتکو د ۲۰۲۳ کال د ډسمبر په ۲۸مې نېټې د کراسني ليمان له لوري د روسیې پر نظامي ځايونو د امریکا ګازي لاسي بمونه غورځولي دي.

کيريلوف ويلي، اوکرايني ځواکونو د ۲۰۲۴م کال د جنورۍ په ۳۱مې نېټې د روسیې پر پوځي مرکزونو داسې زهرجنې کیمیاوي وسلې کارولي، چې د انسان د بدن د پورتنۍ تنفسي لارې د سوځېدنې، خوا ګرزېدو او ګرځون لامل کيږي.

نوموړي زياته کړې، د اوکراین حکومت د لوېدیځو هېوادونو د مرستو او لارښوونو له لارې  د کیمیاوي وسلو د کارولو پلانونه جوړوي، څو د روسي ځواکونو د برید مخه ونیسي.