په اسرائيل کې د برازيل سفیر خپل هېواد ته ستنېږي
CMG2024/02/20 10:47:53
شريکول:

د برازيل حکومت د فبرورۍ په ۱۹مې نېټې اعلان وکړ، چې په اسرائيل کې د دغه هېواد سفير به د روانې مياشتې په ۲۰مې نېټې بېرته برازيل ته ستون شي.

د برازيل خارجه وزارت په يوې اعلاميې کې ويلي، چې اسرائيلي حکومت د روانې مياشتې د ۱۹مې نېټې په سهار يوه جدي اعلاميه خپره کړې، چې له امله يې، د هېواد خارجه وزير په همدې ورځ د اسرائيل سفير ورغوښتی دی او په اسرائيل کې خپل سفير ته يې خبر ورکړی، چې د اړوندو چارو لپاره بېرته برازيل ته ور ستون شي.

د برازيل ولسمشر لویز اناسيو لولا د فبرورۍ په ۱۸مې نېټې د افريقا ليګ په سرمشريزې کې، چې په اتوپيا کې ترسره شوه، د اسرائيلي ځواکونو له لوري په غزه کې د ټولوژنې غندنه کړې ده.

د اسرائيل خارجه وزير اسرائيل کاتز بيا د روانې مياشتې په ۱۹مې نېټې پر ټولنيزو رسنيو خبر ورکړی، چې په همدې ورځ يې په اسرائيل کې د برازيل سفير احضار کړی او ولسمشر لويځ لولا يې په اسرائيل کې د نه هرکلي وړ کس په توګه بللی دی.