ګوټرېش: نړيواله ټولنه د افغانستان مسئلې په اړه يووالي ته رسېدلې
CMG2024/02/20 10:42:35
شريکول:

د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونيو ګوټرېش د فبرورۍ په ۱۹مې نېټې د قطر په پلازمېنه دوحه کې د دغه نړيوال سازمان د افغانستان مسئلې تر يوې غونډې وروسته رسنيو ته ويلي، چې د غونډې برخه وال يووالي ته رسېدلي دي، خو په عين وخت کې يې دا هم ويلي، چې د افغانستان مسئله باید د ځينو خنډونو په ليرې کولو سره له رکوده ووځي.

نوموړي ويلي، اړوندې خواوې بايد يوه داسې ګډه نقشه جوړه کړي، چې د نړيوالې ټولنې او افغان حکومت اندېښنو ته پکې پاملرنه شوې وي.

ياده غونډه د ملګرو ملتونو د سرمنشي انټونيو ګوټرېش په مشرۍ تر سره شوې او د چين، روسيې او امريکا په شمول د څه باندې ۲۰ هېوادونو او نړيوالو سازمانونو استازيو پکې ګډون کړی و.

د افغانستان لنډ مهالي حکومت که څه هم د ګډون بلنه تر لاسه کړې وه، خو دغې غونډې ته یې خپل استازي نه وو لېږلي.

د چين د خارجه وزارت د افغانستان مسئلې ځانګړي استازي يو شياو يونګ په دې اړه ويلي، چې چيني لوری به په دغې مسئلې کې په افغانستان کې د سولې او ثبات د ژر تر سره کېدو په پار له ګاونډيو هېوادونو او نړيوالې ټولنې سره ګډې هڅې وکړي.

هغه پر امريکا بيا غږ کړی، چې د افغانستان کنګل شوې شتمنۍ ژر خوشې کړي او پر دغه هېواد يواړخيز بنديزونه دې پای ته ورسوي.