څو خواوې: د نړيوالو همکاريو په پياوړتيا کې باید يو بل ته د تاوان رسېدو مخه ونيول شي
CMG2024/02/20 10:53:14
شريکول:

د مونيخ ۶۰مه امنيتي غونډه د فبرورۍ له ۱۶مې نه تر ۱۸مې نېټې پورې د جرمني په جنوب مونيخ ښار کې تر سره شوه او د څو خواوو استازيو او کارپوهانو پکې ويلي، چې د نړيوالو همکاريو په پياوړتيا کې باید يو بل ته د تاوان رسېدو مخه ونيول شي.

د مونيخ امنيتي غونډې کوربه خوا له غونډې مخکې د مونيخ ۲۰۲۴م کال امنيتي راپور په خپرولو سره دې ته اشاره کړې، چې زيات شمېر هېوادونه د ترينګلو سياسي حالاتو او اقتصادي بې ثباتۍ په حال کې د نړيوالو همکاریو عمومي ګټې په پام کې نه نيسي او انديښنه لري چې خپلې ګټې له نورو هېوادونو کمې دي. اوسنۍ نړۍ له بايللوـ بايللو حالت(lose-lose situation) سره مخامخ ده.

د ملګرو ملتونو د سوداګرۍ او پرمختګ غونډې سرمنشي رېبيکا ګرينسپان بيا دا نظر څرګند کړی، چې بې له څواړخيزم او ټولييزم به نړۍ له ستر ګواښ او خطر او د پرمختيايي هېوادونو زياتره خلک به د ژوند له بحران سره مخ وي او په وينا يې، مختلفې خواوې بايد د حل لايحه پيدا کړي او ګډ پرمختګ باید وهڅوي.