نورستان کې د غره ښويېدنې له امله ۲۵ تنه مړه شوي
CMG2024/02/20 11:24:02
شريکول:

افغان چارواکو د فبرورۍ په ۱۹مې نېټې خبري رسنيو ته ويلي، چې تېره شپه د نورستان ولايت د نور ګرام ولسوالۍ په نقري کلي کې غر ښويدلی، چې له امله يې ۲۵ تنه مړه شوي دي.

د نورستان ولايت د نورګرام ولسوال قاري حبيب الله صابر رسنيو ته ويلي، چې د ۱۸مې نېټې په شپه د دغې ولسوالۍ په غرنيو سيمو کې د سختو بارانونو له امله غرښويېدنه رامنځته شوې، چې له امله يې ۲۵ تنه مړه او ۱۰ نور ټپیان شوي دي او ۲۰ کورونه يې هم زیانمن کړي دي.

په سیمې کې د ژغورنې چارې روانې دي او ښايي د مرګژوبلې شمېره لوړه شي.

د روانې مياشتې له ١٨مې نېټې راهيسې، د پلازمېنې کابل په ګډون د افغانستان په زياترو ولايتونو کې سخت بارانونه او واوره اورېږي.

 (ژباړه: شکريه)