د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي، دولت رئيس او د مرکزي پوځي کمېټې رئيس شي جين پينګ د فبرورۍ د ۱۹ مې نېټې په ماسپښين د هېواد د هراړخيزو او ژورو اصلاحاتو مرکزي کمېټې د څلورمې غونډې مشري وکړه.
په دغه غونډه کې د چين د ځمکو د مديريت سيستم د اصلاحاتو، د اقتصاد او ټولنې د زرغون پرمختګ، بېړنيو پېښو ته د رسېدو د بنسټيزو چارو د توان د لوړولو په ګډون د يو شمېر نورو موضوعاتو په اړه سندونه تر سنجش او جاج لاندې نيول شوي او تصویب شوي دي.