د چین د پسرلني اختر په موده کې توده اقتصادي څپه
CMG2024/02/20 09:20:41
شريکول:

د چین د پسرلني اختر اته ورځنۍ رخصتۍ تازه پای ته ورسېدې. په دې موده کې مې دوه فلمونه کتلي، د ټیکټ اخیستلو په موده کې مې دا موندلې چې هره ورځ زیاتره ټیکيټونه پلورل شوي. کله چې زه سینما ته ورسېدم، ډېر زیات کسان مې ولیدل چې په لېفت کې د ننوتلو لپاره په تمه و.

تازه شمېرې ښيي، چې د پسرلني اختر په موده کې چین کې د فلمي ټیکیټونو عمومي ارزښت له ۸ میلیارډه یوانو واوښت او بې ساری ریکارډ یې جوړ کړی دی.

یو افغان ملګري مې په دې موده کې یو چینايي فلم هم کتلی او ویل یې، چې د فلم په محتویاتو تر ډېره بریده پوهېدلی، خو د سینمایي فضا له برکته په بشپړه توګه ورته د درک وړ شوی دی.

د پسرلني اختر په موده کې له فلمي ټیکټ پرته، نور د ژوند وړ توکي هم انلاین اخیستلای شوي. د مثال په توګه، زما کور ته نږدې دوکان هم رخصت وو، او په دې ورځو کې مې په انلاین ډول تازه سبزي او مېوې واخیستلې او د چټک پوست له لارې ما ته لېږل کېدلې. یوه ورځ مې له یوه لیږدونکي پوښتنه کړې چې ولې تاسې ټاټوبي ته بېرته نه یی ستون شوي؟ هغه په ځواب کې وویل، چې د ده د کورنۍ غړي سفر کوي، هغه د کار لپاره په بېجینګ کې پاتې شوی او هره ورځ شاوخوا ۵۰۰ یا ۷۰۰ یوانه عواید تر لاسه کوي. د رخصتۍ تر ختمېدو وروسته به له ډالۍ سره بېرته ولاړ شي او د خپلې کورنۍ له غړیو سره به یو ځای شي.

د بلومبرګ اژانس د یوه ډګر شمېر ته په کتو وویل، چې د چین د پسرلني اختر د رخصتۍ په موده کې هره ورځ په دغه ډګر کې د مشتریانو مصرفي ارزښت د تېر کال د همدې مودې په نسبت ۳۶ سلنه زیات شوی.

سربېره پر دې، د چټک پوست زیاتو شرکتونو تر پسرلني اختر مخکې د کار نه ځنډولو اعلان کړی و او د رخصتۍ په جریان کې یې د توکو د عادي لېږدولو لپاره یو لړ ځانګړي ترتیبات تر سره کړل. په دې پار زما د پلار او مور لپاره زما ډالۍ تر یوازې یوې ورځې وروسته دوی ته ورسېدله.

په دغه رخصتۍ کې تر ټولو د یادولو وړ ټکی سیلانیزې چارې دي او د نړیوالو توجه یې هم راجلب کړې ده. شمېرې ښيي چې په یاده اته ورځنۍ رخصتۍ کې د چین په دننه کې د خلکو د تګ راتګ شمېر ۴۷۴ میلیونو ته رسېدلی او مصرفي ارزښت یې له ۶۳۰ میلیارډه یوانو زیات و.

د فایننشل ټایمز ورځپاڼې د یوې لیکنې په خپرولو سره وویل، سیلانیزې چارې د چین د اقتصاد د بیا سمسورتیا یوه نښه ده.

په دې سره چې چین له ډېرو زیاتو هېوادونو سره له ویزې پرته د خلکو د تګ راتګ تړونونه لاسلیک کړي، په یاده رخصتۍ کې ډېرو چینایانو له نورو هېوادونو سره سفرونه هم کړي دي. په دې جمله کې سینګاپور، مالیزیا او ټایلنډ چې له چین سره یاد تړون لاسلیک کړی، ډېر زیات چینايي سیلانیان یې راجلب کړي دي. د یو سیلانیز ډګر شمېرې ښيي، چې د تېر کال د همدې وخت په پرتله، سینګاپور ته د هوايي ټکيټونو شمېر ۲۹ ځلې زیات، کولالمپور ته ټکیټونه ۲۰ چنده زیات او بنکاک ته ۱۶ چنده زیات شوي دي.

زما ګاونډي د تره چن د کورنۍ ټولو غړو سینګاپور ته سفر کړی. هغه ما ته وویل، چې اوس سینګاپور ته له ویزې پرته سفر ډېر اسانه دی، د هوايي ټکیټ بیه هم مناسبه ده، دغه سفر یې په زړه پورې و.

بله خوا، چین تر پسرلني اختر مخکې د یو لړ هېوادونو خلکو ته اجازه ورکړه چې له ویزې پرته چین ته سفر کولای شي، او په دې سره د یادې رخصتۍ په موده کې شاوخوا ۳ میلیونو بهرنیانو چین ته سفر کړی دی.

د چین د پسرلني اختر په موده کې توده اقتصادي څپه د نړیوالو د پام وړ ده او موږ د ملکي وګړو په توګه له نږدې دغه څپه احساسوو.