پوتين: روسيې تل په بهرنۍ فضا کې د اټومي وسلو له ځای پر ځای کولو سره مخالفت کړی
CMG2024/02/21 14:40:53
شريکول:

د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين د فبرورۍ په ۲۰مې نېټې خرسنيو ته ويلي، چې هېواد يې تل په بهرنۍ فضا کې د اټومي وسلو له ځای پر ځای کولو سره ټينګ مخالفت کړی دی.

نوموړي ويلي، روسيه په فضا کې يوازې هغه چارې ترسره کوي، چې د امريکا په ګډون نور هېوادونه يې هم ترسره کوي.

د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين په همدې ورځ په ولسمشرۍ ماڼۍ کې د دغه هېواد د دفاع وزير سيرګي شويګو د راپور د اورېدو پر مهال ويلي، د امريکې په شمول لوېديځو هېوادونو ويلي، چې روسيې په فضا کې اټومي وسلې ځای پر ځای کړې دي.

سيرګي شويګو ويلي، چې لوېديځ هېوادونه ښه پوهيږي او دا ورته روښانه ده، چې ايا روسيې رښتيا هم په بهرنۍ فضا کې اټومي وسلي ځای پر ځای کړې دي.

پوتين ويلي، د يادې مسئلې په اړه د روسيې دريځ روښانه او شفاف دی او هېواد يې تل په فضا کې د اټومي وسلو له ځای پر ځای کولو سره ټينګ مخالفت کړی او د ټولو نړيوالو تړونونو د پلې کولو غوښتنه يې کړې ده.