د فرانسې ولسمشر له وانګ يي سره وکتل
CMG2024/02/21 11:11:07
شريکول:

د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون د فبرورۍ په ۲۰مې نېټې په پلازمېنې پاريس کې د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې له سياسي بيرو غړي او بهرنيو چارو وزير وانګ يي سره کتلي دي.

وانګ يي له نوموړي سره په خبرو کې ويلي، چې د چين او فرانسې ترمنځ همکاريو خلکو ته ګټې رسولي او هېواد به یې د لوړ کيفيت پرمختګ او ورخلاصون ته وده ورکړي.

نوموړي ويلي، چین به د فرانسې په شمول د نړۍ نورو هېوادونو ته خپل بازار پرانيستی پرېږدي او هيله يې ښودلې، چې فرانسه هم د چيني شرکتونو لپاره مناسب او عادلانه سوداګريز چاپېريال برابر کړي، څو د اوږد مهاله پرمختګ راتلونکې يې جوړه شي.

مکرون ويلي، فرانسه به له چين سره د سږني لوړ پوړي تګ راتګ لپاره چمتوالی ونيسي او خپلمنځي ستراتيژيک ډيالوګ ته یې د يوه فرصت په توګه ګوري، څو دواړه هېوادونه د مشرانو مهمه اجماع پلې کړي او د خپلمنځي اوږدمهالو او نږديو اړیکو د جوړولو لپاره هڅې وکړي.

نوموړي زياته کړې، چې فرانسې تل د يو چين پر اصل ټينګار کړی او دغه دريځ يې روښانه او څرګند دی. فرانسه له نړيوالو ننګونو سره په مقابلې کې ستراتيژيکه خپلواکي ساتي او غواړي له چين سره ستراتيژيکې همکارۍ پياوړې او سوله او ثبات ورسره په ګډه وساتي.