د پاکستان لوی سياسي ګوندونه ایتلافي حکومت جوړوي
CMG2024/02/21 10:51:13
شريکول:

د پاکستان د مسلم ليګ (ن)او خلکو ګوند مشرانو د فبرورۍ په ۲۰مې نېټې د دغه هېواد په پلازمېنې اسلام اباد کې اعلان کړی، چې د یوه ایتلافي حکومت د جوړولو په اړه موافقې ته رسېدلي دي.

د پاکستان د مسلم لیګ (ن) يوه مشر يانې پخواني صدراعظم محمد شهباز شريف او د پاکستان د خلکو ګوند يوه مشر او پخواني خارجه وزیر بلاول بوټو زرداري د ۲۰مې نېټې په شپه ګډه خبري غونډه ترسره کړې ده.

 شهباز شریف رسنيو ته ويلي، چې دوی په يوه خوله پر ائتلافي حکومت هوکړه کړې او د پاکستان پخواني ولسمشر او د خلکو ګوند رئيس اصف علي زارداري ته یې وړانديز کړی، چې ولسمشرۍ ته ځان کانديد کړي.

په دغه ائتلافي حکومت کې د پاکستان متحده قومي غورځنګ، مسلم لیګ (ق) او د ثبات ګوند هم د ګډون موافقه کړې ده.

بلاول بوټو زرداري خبري رسنيو ته ويلي، چې مسلم ليګ(ن) او خلګو ګوند پرېکړه کړې، چې يو ائتلافي حکومت جوړ کړي او هېواد له اوسني کړکېچ څخه وباسي او د خلکو ګوند موافقه کړې، چې شهباز شریف صدراعظمۍ ته نوماند کړي.