چين: نړيواله ټولنه دې د ملګرو ملتونو په مرکزيت نړيوال سيسټم وساتي
CMG2024/02/21 15:31:16
شريکول:

په ملګرو ملتونو کې د چين د دايمي استازي مرستیال دای بينګ د فبرورۍ په ۲۰ مې نېټې له نړيوالې ټولنې څخه غوښتي، چې د ملګرو ملتونو په محور نړيوال سيسټم وساتي او په نړيوالو چارو کې دې د دغه سازمان له مرکزي رول څخه ملاتړ وکړي.

دای بينګ يادې څرګندونې په همدې ورځې د ملګرو ملتونو د منشور او د دې ارګان د رول د پياوړتيا د ځانګړې کمېټې مباحثوي غونډې ته د وينا پر مهال کړې دي.

نوموړي ويلي، چې نړۍ نوې مرحلې ته داخله شوې او له نويو بدلونونو سره مخامخ ده او دغه راز څواړخيزم او نړيوال قانون هم ډېر سخت زيانمن شوي دي.

دای بينګ له نړيوالې ټولنې څخه غوښتي، چې د بې سارو نړيوالو ننګونو پر وړاندې د رښتيني څواړخيزم په عملي کولو کې تر هر بل وخت زياتې هڅې وکړي، د ملګرو ملتونو په مرکزيت نړيوال سيسټم، د نړيوال قانون پر بنسټ نړيوال نظام او د ملګرو ملتونو د منشور په اساس د نړيوالو اړيکو بنسټيز اصول دې ټينګ وساتي.