د هرات ولايت زلزله ځپلو سيمو ته یوه کتنه
CMG2024/02/21 11:27:45
شريکول:

د پسرلي په پيل کې د افغانستان په شمال لوېديځ کې په لرې صحراو کې د هوا منځنۍ تودوخه لا هم تر صفر لاندې وي. خبريالانو په هرات کې د زلزلې له څلورو مياشتو وروسته دغه سيمې ته بيا کتنه کړې او هلته يې د ويجاړو شويو کورونو په منځ کې هغه خېمې ليدلې، چې ورباندې د چين مرسته (CHINA AID) نښه لیدل کېږي.

د ۲۰۲۳م کال په اکتوبر کې د افغانستان په شمال لوېديځ کې څو ځلې د ريکتر په کچه ۶.۳ درجې زلزلې وشوې، چې له امله يې په زرګونه خلک مړه شوي او زيات کورونه ويجاړ شوي. په دغه ځای کې ډېری ځايي اوسېدونکي د سړې هوا له امله له ډېرو ستونزو سره مخ دي. د هرات ولايت والي وياند نثار احمد الياس له زلزلې وروسته ويلي، چې د ژمي په رارسېدو سره دا ډېره بېړنۍ اړتیا ده چې په دې شرایطو کې له مصيبت ځپلو او بې کوره شویو خلکو سره مرسته وشي. د افغانستان سرپرست حکومت او خلک له زلزلې وروسته د بيا رغونې او د بشري بحران د مخنيوي په برخو کې له ډېرو ننګونو سره مخ دي.      

د ملګرو ملتونو د ماشومانو صندوق د جنورۍ په ۱۵مه د يو راپور په خپرولو سره ويلي، چې په يخ ژمي کې د هرات د زلزلې ځپلو خلکو ژوند ته ستر ګواښونه رسېدلي دي او د بيا رغونې کارونو په وړاندې زيات خنډونه هم موجود دي. 

د ۲۰۲۳م کال د اکتوبر په ۱۵مه د افغانستان په هرات کې له زلزلې ځپلو سيمو سره د بشري مرستې لپاره د خېمې او بسترې په شمول له چين څخه لومړۍ جوپه توکي افغانستان ته لېږل شوي، له يوې مياشتې وروسته د چين په مرسته د خېمې، بسترې، لوړ کیفیت جامو په شمول د ژمي د تېرېدو لپاره دويمه جوپه توکي هم هرات ته لېږل شوي دي.  

ځايي اوسېدونکی محمد جان په زلزله کې د خپل کور پنځه غړي له لاسه ورکړي او اوس د چين په مرسته شوې خېمه کې اوسېږي. هغه مخکې له ويجاړو ودانيو څخه د يخ هوا د دفاع لپاره توکي لټولي و. هغه وويل، چې اوس له خېمې پرته دوی د چين په مرسته کمبل او نورې جامې هم تر لاسه کړي دي، نو موږ کولی شو په ساړه ژمي کې ځانونه ګرم وساتو.

کله چې خبريال په دغه ځای کې له خلکو سره مرکه وکړه، په لسګونو ځايي اوسېدونکو د خبريال په شاوخوا راټول شول. دوی له زلزلې وروسته د چين په مرسته توکي تر لاسه کړي، نو پر خپله کمبله او جامو باندې یې د چين مرسته (CHINA AID) نښه خبريال ته وښوده.

 بل ځايي اوسېدونکي غلام عیسی له زلزلې وروسته دغه مرسته شوي توکي تر لاسه کړل او ويې ويل، چې زموږ په کلي کې لږ تر لږه پنځوس کورنيو د چين مرستندويه توکي تر لاسه کړي دي او له چين څخه مننه کوو. که د چين مرسته نه شته، پايلې کېدای شي ناورين وي. ځکه چې په يخ ژمي کې زموږ کورونه ويجاړ شوي، موږ حتی د هېڅ خوراکي توکو د اخيستلو توان او د سړې هوا سره هېڅ جامې نه لرو.

د هرات ولايت د پېښو سره د مبارزې د ادارې څانګې مسئول موسی عاشري خبريال ته وويل، چې چين د افغانستان دوستانه ګاوندی هېواد دی او له زلزلې وروسته د خلکو په ژوند کې د ډېرو ستونزو په شتوالي کې چين پر وخت ورته مرستندويه توکي لېږلي او د خلکو بېړنۍ غوښتنې يې حل کړې دي.