چين: په غزې کې له اوربند سره مخالفت د ټولوژنې د دوام مانا لري
CMG2024/02/21 11:15:14
شريکول:

 د ملګرو ملتونو امنيت شورا د فبرورۍ په ۲۰ مې نېټې په غزې کې د سمدستي اوربند په اړه د هغې مسودې د تصويب لپاره، چې الجزاير د عربي هېوادونو په استازيتوب وړاندې کړې، رايګیري ترسره کړې ده، خو امريکا ورته مخالفه رايه کارولې، چې له امله يې دغه مسوده نه ده تصويب شوې.

په ملګرو ملتونو کې د چين دايمي استازي جانګ جون يادې مسودې ته مثبته رايه ورکړې او د چين دريځ يې په ډاګه کړی دی.

نوموړي ويلي، بېجينګ د امريکا د مخالفت له امله د يادې مسودې په نه تصويبېدو خوښ نه دی.

په دغې مسودې کې د جنګ له ښکېلو خواوو غوښتنه شوې، چې په غزې کې سمدستي اوربند وکړي، نيول شوي کسان ژر خوشي کړي، سیمې ته د بشري مرستو ليږد تامين او فلسطينيان نورو سيمو ته انتقال نه کړي.

د جانګ جون په وينا، دغه مسوده د غزې د اوسني بېړني وضعيت د ارامولو لپاره اړينه او له بنسټيزو بشري غوښتنو سره سمون لري.

نوموړي ويلي، د رايګيرۍ نتيجه ښيي، چې امنيت شورا په غزې کې د اوربند په اړه د رايو په اکثريت موافقې ته رسېدلې، خو امریکا له دې سره سره بيا هم ورته مخالفه رايه کارولې او  رد کړې يې ده، چې دغې کړنې يې ناسم پيغام ورکړی او د غزې وضعيت يې نور هم پېچلی کړی دی.

جانګ جون زياته کړې، چې په اوسني وضعيت کې په غزې کې له اوربند سره مخالفت د عام وژنې د دوام مانا لري.