چين او فرانسې په پاريس کې ستراتيژيکې خبرې کړي
CMG2024/02/21 14:42:16
شريکول:

د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټي د سياسي بيورو غړي او د دغه مرکزي کمېټې د بهرنيو چارو د دفتر مشر وانګ يي د فبرورۍ په ۲۰مې نېټې په پاريس کې د فرانسې د ولسمشر د بهرنيو چارو له سلاکار امانويل بونټ سره د دواړو هېوادونو د ۲۵مې دورې ستراتيژيکې خبرې ترسره کړې دي.

امانويل بونټ ويلي، چې هېواد يې له چين سره هراړخيزو ستراتيژيکو همکاريو ته په درنه سترګه ګوري او په دوامدار توګه به د يو چين پېژندنې تګلارې پلې کړي.

نوموړي ويلي، چې اوسمهال په نړی کې کړکېچونه زيات او جيو پوليټيکس شخړې روانې دي او  فرانسه غواړي له چين سره يو ځای د نړيوالو ننګونو حل په اړه هلې ځلې وکړي، د لويو هېوادونو تر منځ د تقابل مخه ونيسې، د ډله ييزې مقابلې مخه ونيسي او نړيوالې چارې ښې ترسره کړي.

نوموړي زياته کړې، فرانسه د اروپا ستراتيژيکه خپلواکي ساتي او خپل مسوليت يې ښکاره ترسره کړی دی او هر وخت يې د اروپا او چين ترمنځ د همکاريزو اړيکو د ټينګښت او اغېزمنو همکاريو د پياوړتيا ملاتړ کړی دی.

وانګ يي ويلي، چين اروپا د نړۍ د څو قطبي کېدو په بهير کې یو مهم لوری بولي او د ستراتيژيکې خپلواکۍ د پياوړتيا او د خپل برخليک ټاکلو په برخه کې ورڅخه ملاتړ کوي.

نوموړي ويلي، چين او فرانسه د سترو مسئلو په تړاو نږدې دريځ لري او غواړي له فرانسې سره ستراتيژيکې تبادلې پياوړې او زياتې ګډې نظريې خپلې کړي.

وانګ یي زياته کړې، چين غواړي له فرانسې سره يووالی او همکارۍ پياوړې کړي، د يو ستر هېواد مسووليت ښکاره او د قوت سيګنل ورته وړاندې کړي، څو د نړيوالو ننګونو پر وړاندې ګډه مبارزه وکړي او د نړيوالې ټولنې هېلو ته فعال ځواب ووايي.

دواړو خواوو موافقه کړې، چې چين او فرانسه به د اقليمي بدلون د مخنيوي، د ژويو تنوع د ساتنې، دوامدار پرمختګ، د کرنيزو او خوراکي توکو، پاکې انرژۍ، د اټومي انرژۍ د څېړنې، د هوا او چاپېريال د پرمختګ په شمول ډېرو برخو کې خپلمنځي همکارۍ پياوړې کړي.