‍‍‍‍‍مسکو: په اوډيوکا کې د اوکرایني ځواکونو ماتيدل، د روسي ځواکونو مهم بری دی
CMG2024/02/21 14:43:41
شريکول:

د روسيې دفاع وزير سيرګي شويګو د فبرورۍ په ۲۰مې نېټې خبري رسنيو ته ويلي، چې روسي ځواکونو په اوډيوکا کې اوکرايني ځواکونه مات کړي او دا یې د خپلو ځواکوانو لپاره لوی بری یاد کړی دی.

شویګو ویلي، اوکرایني ځواکونو له کالونو راهيسې په اوډيوکا کې دفاعي سیمې، ځمکنۍ پېچلې لارې او سيمنټي تاسیسات جوړ کړي دي.

نوموړي ويلي، د روسیې پوځ اوډيوکا ته ګڼ شمېر وسلې او تجهیزات ترتیب کړي او هره ورځ يې په سیمې کې پر اوکرايني ځواکونو ۴۶۰ دقیق هوايي بريدونه کړي او شاوخوا ۲۰۰ ټنه مرمۍ يې پرې غورځولي دي.

د شويګو په وينا، روسي ځواکونه اوسمهال په اوډيوکا کې په پراخه کچه کرل شوي ماينونه لټوي او سيمه ترې پاکوي.