حوثي وسله والو يوه امريکايي بې پيلوټه الوتکه نسکوره کړې
CMG2024/02/21 10:32:53
شريکول:

حوثي وسله والو د فبرورۍ په ۲۰ مې نېټې د امريکا يوه MQ-9 ډوله بې پېلوټه الوتکه غورځولې ده.

د امريکا اې بي سي شرکت د يوه امريکايي چارواکي په قول خبر ورکړی، چې د امريکا يوه MQ-9 ډوله بې پېلوټه الوتکه د يمن په شاوخوا سيمه کې د حوثي وسله والو لخوا غورځول شوې ده. دا د تېر کال له نومبر راهیسې دويم ځل دی، چې حوثي وسله وال د امريکا ياده الوتکه په نښه کوي.

د اې بي سي په خبر کې ویل شوي، چې د امريکا MQ-9 ډوله بې پېلوټه الوتکه د ګزمې پر مهال استخباراتي معلومات راټولوي او بيه يې له ۵۰ ميليونو امريکايي ډالرو څخه پورته ده.