د اروپا او اسيا اقتصادي سرمشريزه: نړيواله ټولنه دې په ګډې همکارۍ ستونزې هوارې کړي
CMG2024/02/22 10:54:54
شريکول:

 د اروپا او اسیا ۲۷مه اقتصادي سرمشريزه د فبرورۍ په ۲۱ مې نېټې د ترکيې په استنبول کې پرانيستل شوه او ګډونوالو يې له نړيوالې ټولنې څخه غوښتي، چې په ګډې همکارۍ د سيمه ييزو شخړو، د اقليمي بدلون او د انرژۍ د کمښت په ګډون د نړيوالو ستونزو د حل لارې پيدا کړي.

د دغې سرمشريزې په ترڅ کې ((د کمربند او لارې د ګډې ابادۍ يوولسمه کليزه)) فورم هم ترسره شوی دی.

د ترکيې ولسمشر رجب طيب اوردغان يادې سرمشريزې ته د مبارکۍ پيغام ليږلی او پکې يې ويلي، چې شخړه او جګړه د نړيوال اقتصاد د کمزورېدو سبب ګرځي او د مخنيوي لپاره يې باید ټول هېوادونه ګډې هڅې وکړي.

ياده سرمشريزه به دوه ورځې دوام ولري او د څه باندې ۴۰ هېوادونو ۳۰۰ سياستوالو، سوداګرو او کارپوهانو پکې ګډون کړی دی.