بېجینګ: د تایوان چارواکي دې د مړه شویو کبنیوونکو کورنيو ته ځواب ووايي
CMG2024/02/22 10:31:22
شريکول:

د چین د دولتي شورا د تایوان چارو دفتر ویاندې جو فنګ لیان د فبرورۍ په ۲۱مې نېټې خبري رسنيو ته ويلي، چې د تايوان سيمه ييزې ادارې د روانې میاشتې په ۱۴مې نېټې د هېواد د سترې برخې کبنيوونکو سره نامناسب چلند کړی، چې له امله يې د دوی کښتۍ ډوبه شوې او دوه کبنيوونکي پکې مړه شوي دي.

يادې پېښې د تايوان تنګي د دواړو غاړو خلکو غوسه راپارولې او تايواني ادارې هم دغه پېښه منلې ده.

مېرمن جو فنګ لیان د تایوان سيمه ييزې ادارې غوښتي، چې د پېښې واقعيت ژر په ډاګه او عاملينو ته دې يې سخته سزا ورکړي او د قربانيانو کورنيو څخه دې بښنه وغواړي.

نوموړې ويلي، د چین ستره برخه به د مړه شويو کبنيوونکو د کورنيو او خپلوالانو قانوني حقونه ښه وساتي او دغه شان پېښې رامنځته کېدو ته به بيا هېڅ اجازه نه ورکړي.