لوېديځ هېوادونه دې د نړیوالو ننګونو د لیرې کولو په برخه کې د چین وړانديزونه واوري
CMG2024/02/22 11:29:59
شريکول:

د مونیخ ۶۰مه امنیتي غونډه د فبرورۍ په ۱۸مې نېټې د جرمني په مونيخ کې پای ته ورسېده.

د يادې غونډې ګډونوالو په داسې حال کې، چې د اوکراین کړکېچ دوام لري او د فلسطین اسرائیل ترمنځ شخړې مخ په سختېدو دي، د نړیوالو ننګونو پر وړاندې د مقابلې وړاندیزونه کړي دي.

د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي يادې غونډې ته په وينا کې ويلي، چې هېواد به یې د نړۍ د ترينګلو حالاتو د ارامولو او سولې او ثبات لپاره هلې ځلې چټګې کړي او څرګنډ رول به ولوبوي.

د نوموړي خبرې د څو خواوو له لوري ستایل شوي او هرکلی یې کړی دی.

د مونیخ امنیتي غونډه د نړۍ د امنیتي تګلارو په اړه جګپوړی فورم دی، چې د نړیوال امنیتي وضعیت او د ابادۍ تمایل په اړه د لوېديځو هېوادونو، په تېره بیا د اروپا رویه ترې څرګنديږي.

چین په دې وروستیو کلونو کې د ترینګلې نړۍ د ثبات او پرمختګ او د مختلفو هېوادونو د ګډو ګټو پر بنست یو لړ وړاندیزونه کړي او په سږنۍ غونډه کې یې خپل دغه دریځ په ډاګه کړی، چې د لویو هېوادونو ترمنځ د همکاريو د هڅونې، د تودو مسئلو د چلند، د نړیوالې ادارې د پياوړتیا او د نړیوالې ودانۍ د پرمخبیونې لپاره به ثابت رول ولوبوي.

د چین دغه څرګندونې د امنیت او پرمختګ په برخو کې د دغه هېواد دريځ دی او له ممکن بايللي ـ بايللي حالت څخه د نړۍ د بچ کولو ښکارندويي کوي.