بېجینګ: فرانسې ته د وانګ يي سفر د دواړو هېوادونو د اړیکو د نوي پيل لپاره ګټور دی
CMG2024/02/22 10:34:20
شريکول:

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماو نینګ د فبرورۍ په ۲۱مې نېټې په یوې خبري ناستې کې فرانسې ته د چین د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د سیاسي بیورو غړي او بهرنیو چارو وزیر وانګ يي د سفر په اړه مالومات ورکړي دي.

نوموړې ويلي، د وانګ يي دغه سفر د چین او فرانسې د سیاسي اړیکو د ټينګېدو د ۶۰مې کالیزې په درشل کې د دواړو خواوو ترمنځ لومړی ځل جګپوړی سفر دی او د دواړو خواوو د اړیکو ستراتيژي په ډاګه کوي او هم د يادو اړیکو د نوې پاڼې لپاره یې لاره پرانېستلې ده.

نوموړې زياته کړې، سږ کال د چین او فرانسې د اړیکو د ټينګېدو له ۶۰مې کلیزې سره برابر دی او د وزیر وانګ يي دغه سفر به د چین او فرانسې ترمنځ ستراتيژیکې تبادلې او سیاسي باور نور هم ژور کړي او د خپلمنځي عملي همکاريو او انساني تګ راتګ لپاره به ښه زمينه برابره کړي.