د هسپانيې پاچا: له چين سره اړيکو ته ډېر اهميت ورکوي
CMG2024/02/22 11:22:24
شريکول:

د هسپانيې پاچا فليپ شپږم د فبرورۍ په ٢١مې نېټې ويلي، چې هېواد يې له چين سره د اړيکو پرمختګ ته ډېر اهميت ورکوي او عملي همکارۍ او کلتوري تبادلې به ورسره ژورې او پياوړې کړي او خپلمنځي دوستۍ ته به يې پرله پسې وده ورکړي.

فليپ شپږم په همدې ورځ په هسپانيې او اندورا کې د چين د نوي سفير ياو جينګ د باور ليک د منلو پر مهال د هسپانيې او چین ترمنځ اړیکې مثبتې يادې کړي او د چين د عصري کېدو د لوړ کيفيت پرمختګ هڅې يې ستايلې دي.

نوموړي د چين پرمختګ د نړۍ د اقتصاد د سمسورتيا لپاره ګټور بللی دی.

په هسپانيې او اندورا کې د چين نوي سفير ياو جينګ ويلي، چې هېواد يې غواړي له هسپانيې سره د دواړو هېوادونو د مشرانو تر منځ د مهمې اجماع د عملي کولو لپاره کار وکړي او د چين او هسپانيې اړيکې نوې کچې ته ورسوي.