د ترکیې د کان پنځم نسل جنګي الوتکې بريالۍ الوتنه کړې
CMG2024/02/22 11:01:42
شريکول:

د ترکیې د(TUSAS) توساس شرکت د فبرورۍ په ۲۱مې نېټې اعلان کړی، چې هېواد يې د (KAAN) کان په نوم پنځم نسل جنګي الوتکه جوړه کړې او په همدې ورځ يې په بریالیتوب الوتنه کړې ده.

د ترکيې ولسمشر رجيب طیب اردوغان په همدې ورځ رسنيو ته ويلي، چې هېواد يې د پنځم نسل جنګي الوتکې د تولید په برخه کې کلیدي ګام پورته کړی دی.

د مالوماتو له مخې، د ترکيې کان جنګي الوتکه د اف-۱۶ نمبر جنګي الوتکې ځای نيولی شي.