د اسرائيل پارلمان د فلسطیني دولت د یواړخیز پېژندلو د نه منلو سند تصویب کړ
CMG2024/02/22 11:21:36
شريکول:

د اسرائيل پارلمان د فبرورۍ په ٢١مې نېټې په يوې اعلاميې له فلسطينيانو سره د شخړې د دايمي حل په پار " نړیوال فرمايشونه " رد کړي او د فلسطین او اسرائیل مسئله يې یوازې له مخکینیو شرطونو پرته د مستقیمو خبرو اترو له لارې د حل وړ بللې ده.

د اسرائيل پارلمان په همدې ورځ په ۹۹ موافقو او ۹ مخالفو رایو سره یاد سند تصویب کړی دی.

په اعلامیې کې ویل شوي، چې اسرائیل به د فلسطیني دولت له یواړخیز پېژندنې سره مخالفت ته دوام ورکړي.

اعلاميه وايي، حماس د تېر کال د اکټوبر په ۷مې نېټې پر اسرائیل بريدونه وکړل، که د فلسطیني دولت هراړخیز پیژندنه به "د ترهګرۍ لپاره بې ساری او لوی انعام" وي او په راتلونکي کې به د فلسطین - اسرائیل مسئلې د سوله ييز حل مخه ونیسي.