چين: امريکا د غزې وضعيت نور هم خطرناک کړی
CMG2024/02/22 10:56:29
شريکول:

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې ماو نينګ د فبرورۍ په ۲۱ مې نېټې په يوې مطبوعاتي غونډې کې ويلي، چې امريکا يوځل بيا د غزې په اړه د ملګرو ملتونو د امنيت شورا مسودې ته مخالفه رايه کارولې او رد کړې يې ده او په دغې کړنې سره يې د غزې وضعيت نور هم خطرناک کړی دی.

 نوموړې له امنيت شورا غوښتي، چې په غزې کې د اوربند لپاره بيړنی اقدامات غوره کړي او دا يې د يادې شورا اخلاقي مکلفیت، قانوني مسئوليت او د ملګرو ملتونو د منشور د عملي کولو سياسي غوښتنه بللې ده.

امريکا د فبرورۍ په ۲۰ مې نېټې د ملګرو ملتونو د امنيت شورا په رايګيرۍ کې په غزې کې د بشري اوربند په اړه د الجزاير لخوا چمتو شوې مسودې ته مخالفه رايه ورکړې او رد کړې يې ده.

ماو نينګ ويلي، چې هېواد به يې له نړيوالې ټولنې سره په غزې کې د اوربند او د منځني ختيځ د دايمي سولې او ثبات لپاره هڅو ته دوام ورکړي.