چين له نورو هېوادونو سره د پانډاګانو د ساتنې د نړیوالو همکاریو نوی پړاو پېلوي
CMG2024/02/23 15:35:39
شريکول:

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماو نینګ د فبرورۍ په ۲۲مې نېټې یوې خبري ناستې ته ويلي، چې هېواد به یې له ځينو هېوادونو سره د پانډاګانو د ساتنې د نړیوالو همکاریو نوی پړاو پیل کړي او د پنډا په شمول د پوپنا کېدو له خطر سره مخامخ حیواناتو او نباتاتو د ساتنې ډګر به نور هم پراخ کړي او په دې برخې کې به د مختلفو هېوادونو د خلکو ترمنځ تفاهم او دوستانه اړیکې نورې هم پياوړې کړي.

د مالوماتو له مخې، د چین اړوند ارګان د اسپانیې له ماډریډ ژوبڼ او د امریکې ساندیګو ژوبڼ سره د پنډاګانو د ساتنې د نړیوالو همکاریو د نوي پړاو سندونه لاسلیک کړي دي.

سربیره پر دې، د چین اړوند ارګان د واشنګټن له دولتي ژوبڼ او د اتریش له ملي ژوبڼ سره د يادو همکاريو په اړه سلا مشورې کوي.