جي شل د فلسطین او اسرائيل د مسئلې د حل په پار ((د دوو دولتونو لايحې)) ملاتړ وکړ
CMG2024/02/23 10:55:03
شريکول:

د شلو لویو صنعتي هېوادونو(جي۲۰) د بهرنيو چارو وزيرانو دوه ورځنۍ غونډه د فبرورۍ په ٢٢مې نېټې په برازيل کې پای ته ورسېده.

د برازیل بهرنیو چارو وزیر ماورو ويېرا خبري رسنیو ته ویلي، چې د غونډې ګډونوالو په یوه خوله د فلسطین-اسرائیل د مسئلې د حل لپاره ((د دوو دولتونو لايحې)) ملاتړ کړی دی.

ماورو ویېرا ویلي، د غونډې ډېرو ګډونوالو د جيوپوليټيکس پر اوسني تاوتریخوالي او د فلسطین او اسرائیل ترمنځ د شخړې او پر ګاونډیو هیوادونو يې د اغېز په اړه اندېښنه څرګنده کړې او ډېری استازو يې په يوه خوله ((د دوو دولتونو لايحې)) ملاتړ کړی او همدا يې د فلسطین-اسرائیل د شخړې د حل یوازینۍ ممکنه لاره بللې ده.

د غونډې ګډونوالو غزې ته له ځنډ پرته د بشري مرستو د رسولو او هلته د عملیاتو د پای ته رسیدو غوښتنه کړې ده.

یو شمېر استازو پر رفح د اسرائیلي ځواکونو د برید نوي پلان سره هم مخالفت څرګند کړی او پر اسرائیلي چارواکو یې غږ کړی، چې ياد پلان وځنډوي.