بېجینګ: برېکس د نوي بازار او پرمختیايي هېوادونو لخوا پراخ منل شوی
CMG2024/02/23 10:12:13
شريکول:

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماو نینګ د فبرورۍ په ۲۲مې نېټې په یوې خبري ناستې کې ویلي، برېکس هېوادونه په داسې حال کې، چې نړیوالې ننګونې مخ په زیاتېدو دي، پر یووالي او پرمختګ ټينګار لري او له بهرنۍ لاسوهنې سره ټينګ مخالفت کوي.

د ماو نینګ په وينا، برېکس سازمان د نوي بازار او پرمختیايي هېوادونو لخوا پراخ منل شوی او په نړیوالو چارو کې یو فعال او ثبات ځواک ګرځېدلی دی.

د وینزویلا ولسمشر نیکولاس مادورو په دې وروستیو کې ویلي، چې برېکس هېوادونو له جنګ، لاسوهنې او نژاد وژنې ډکه پخوانۍ استعماري نړۍ په نوې نړۍ بدله کړې ده.

مېرمن ماو نینګ ويلي، چې چين به له بېلا بېلو خواوو سره د برېکس ستراتيژيکو اړیکو د لا ټينګښت لپاره کوښښونه وکړي او د نړۍ د سولې او سمسورتیا لپاره به نور زیات خدمتونه وکړي.