بېجينګ: چين به د ملي حاکميت او ځمکنۍ بشپړتيا د ساتلو لپاره پياوړي تدبيرونه ونيسي
CMG2024/02/23 11:03:36
شريکول:

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې ماو نينګ د فبرورۍ په ۲۲مې نېټې پر تايوان د امريکا د وسلو د پلور په تړاو د خبريالانو پوښتنو ته په ځواب کې پر واشنګټن غږ کړی، چې د يو چين د پېژندنې اصل او د چين او امریکې درېیو ګډو اعلاميو ته درناوی ولري او مراعات يې کړي.

ماو نينګ ويلي، د چين حکومت به د ملي حاکميت او ځمکنۍ بشپړتيا د ساتلو لپاره قوي تدبيرونه ونيسي.

د امريکا دفاع وزارت په يوې اعلاميې کې ويلي، چې بهرنيو چارو وزارت يې هغه پلان ته منظوري ورکړې، چې له مخې به يې پر تايوان د شاوخوا ۷۵۰ ميليارډو امريکايي ډالرو په ارزښت د جنګي ډيټا مخکښ سيسټم وپلوري.

ماو نينګ ويلي، امريکا پر تايوان وسلې پلوري او په دې کړنې د یو چین د پېژندنې له اصل او د چين او امريکې د درېیو ګډو اعلاميو او په تېره بيا د اګست د ۱۷مې نېټې له اعلاميې څخه څرګنده سرغړونه کوي او د چين ملي حاکميت، امنیتي ګټې، د چين او امريکا اړيکې او د تايوان تنګي د دواړو غاړو سوله او ثبات له پامه غورځوي او زيانونه ورته رسوي.

چين د امريکا له يادې کړنې سره ټينګ مخالفت ښودلی او له واشنګټنه يې غوښتي، چې د يوه چين د پېژندنې اصل او د چین او امريکې د دريو ګډو اعلاميو مراعات کړي، پر تايوان د وسلو پلورل ودروي او پوځي اړيکې دې ورسره پرې کړي او په سیمې کې د شخړې د رامنځته کېدو مخه دې ونیسي.