د امریکا والسټريټ ورځپاڼې په وروستيو کې (( د اروپا جګړې څنګه امريکايي اقتصاد ته ګټې ورسوي)) يوه مقاله خپره کړې او ځينې حقیقتونه يې پکې را برسېره کړي دي.
مقاله وايي، امريکا د اوکراين او روسیې ترمنځ له روانې شخړې څخه ډېرې ګټې پورته کړي او له تېرو دوو کلونو راهيسې د پوځي وسلو او مهماتو سپارښتنې يې تر زياتې اندازې پورته شوې دي.
په يادې مقالې کې د امريکې د فدرالي زېرمې کمېټې د شمېرو په اساس لیکل شوي، چې د اوکراين له روان بحران راهيسې، د دفاعي او هوايي چلند په برخه کې د امريکا صنعتي ارزښت په سلو کې ۱۷ اعشاريه ۵ زيات شوی دی.
په مقالې کې د يوه امريکايي چارواکي په قول ويل شوي، چې د امريکې د ۹۵ ميليارډو امريکايي ډالرو له اضافي دفاعي بوديجې څخه، چې ۶۰ ميليارډه او اووه سوه مليونه امريکايي ډالره يې په اوکرايني جګړې کې کارول کيږي، ۶۴ سلنه به يې بېرته د هېواد دفاعي صنعت ته را وګرځي.
په مقالې کې اروپايي هېوادونه د امريکا د وسلو توليدي شرکتونو لوی پېرېدونکي ياد شوي دي او د ولف څيړنيز شرکت د پوځي صنعت د کارپوه مايلر والټن په قول يې ويلي، چې په وروستيو څو کلونو کې د بېلا بېلو اروپايي هېوادونو پانګونې په دې برخه کې د تېرو شلو کلونو له پانګونې سره برابرې دي.
د امريکې بهرنيو چارو وزارت په وروستيو کې ويلي، چې د وړم کال د سپتمبر څخه د تېر کال تر سپتمبر پورې يې د اتياوو مليارډو امريکایي ډالرو په ارزښت له پوځي معاملو څخه شاوخوا پنځوس ميليارډه ډالره وسلې پر اروپايي هېوادونو پلورلي، چې همدا د تاريخي عادي سويې څخه څه باندې پنځه ځله زياتوالی ښيي.
غاټول