د ناروې صدراعظم: ناروې او چين په ډېرو برخو کې همکارۍ پياوړې کولای شي
CMG2024/02/23 10:54:23
شريکول:

د ناروې صدراعظم جوناس ګاهر ستوير د فبرورۍ په ٢١مې نېټې په يوې ځانګړې مرکې کې ويلي، چې هېواد به یې له چين سره دوه اړخيزې پراخې همکارۍ وکړي او په ډېرو برخو کې به ورسره راشه درشه زياته کړي.

ستوير په همدې ورځ رسنيو ته ويلي، چې چين اوسمهال د نړۍ په اقتصادي چارو کې مهم رول او په ټوله کې پر نړيوالو چارو مهم اغېز لري.

نوموړي ويلي، ناروې او نور هېوادونه له چين سره د ګډو همکاريو له لارې کولی شي، چې پرمختګ ومومي او د انرژۍ، اقليمي بدلون، سولې او امنيت په شمول د سترو نړيوالو  چينلنجونو پر وړاندې مبارزه وکړي.