د اوډیسيوس په نوم د امريکا فضايي دستګاه، چې د دغه هېواد د انتويتيف ماشينونو(Intuitive Machines) شرکت له لوري څېړل او جوړه شوې، د فبرورۍ په ۲۲مې نېټې د سپوږمۍ پر خاورې ښکته شوې ده.
دا له ۵۰ کلن ځنډ وروسته د امريکې لومړی ځل دی، چې فضايي دستګاه يې پر سپوږمۍ ښکته شوې ده.