وانګ يي د شانګهای همکارۍ سازمان د دارالانشأ د جوړېدو د ۲۰مې کليزې په مېلمستيا کې ګډون وکړ
CMG2024/02/23 10:33:30
شريکول:

د چين د بهرنيو چارو وزير وانګ يي د فبرورۍ په ۲۲مې نېتې په پلازمېنې بېجينګ کې د شانګهای همکارۍ سازمان د دارالانشأ د جوړېدو د ۲۰مې کليزې په پار جوړې شوې مېلمستيا کې ګډون او وينا کړې ده.

نوموړي د شانګهای همکارۍ سازما ن د دارالانشأ د خدمتونو ستاينه کړې او په اوسنيو نړيوالو کړکېچنو حالاتو کې يې د دغه سازمان همکارۍ او رول ډېر اړين بللي دي.

وانګ يي ويلي، د شانګهای همکارۍ سازمان غړي هېوادونه بايد په يووالي د دغه سازمان چارو ته پرمختګ ورکړي او بدلېدونکي نړيوال وضعيت ته باید  ثبات ورسوي او په خبره يې، چين به د ډيپلوماسۍ په برخه کې شانګهای همکارۍ سازمان ته امتياز ورکړي او د تېر په څېر به د دغه سازمان د دارالانشأ د چارو لپاره ملاتړ برابر کړي.

وانګ يي زياته کړې، چې چين د شانګهای همکارۍ سازمان د نوبتي رئيسه هېواد قزاقستان له چارو څخه ملاتړ کوي‌ او له بېلابېلو خواوو سره به د استانې سږنۍ سرمشريزې د زياتو لاسته راوړنو په پار هڅې وکړي، د شانګهای همکارۍ سازمان د پرمختګ نوې پاڼه به پرانيزي او د نړۍ د دايمي سولې او ګډې سمسورتيا لپاره به نور زیات خدمتونه وکړي.