وانګ يي د المان د صدراعظم د بهرنيو چارو له مشاور جينس پلوټنير سره وکتل
CMG2024/02/24 10:32:58
شريکول:

د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د سياسي بيورو غړي او د بهرنيو چارو وزير وانګ يي د فبرورۍ په ۲۳مه په بېجينګ کې د المان د صدراعظم د بهرنيو چارو له مشاور جينس پلوټنير سره وکتل.

وانګ يي وويل، چې د چين او المان تر منځ اړيکې له دوه اړخيزو اړيکو څخه لوړ نړيوال  اهمیت لري. روان کال د دواړو هېوادونو تر منځ د هراړخيزو ستراتيژيکو اړيکو د تاسيس له لسمې کليزې سره برابره  دی. په اوسنيو حالاتو کې د چين او المان تر منځ د اړيکو ثابتوالی او پرمختګ نه يوازې دواړو هېوادونو او خلکو ته لا زياتې ګټې رسوي، بلکې نړۍ ته د لا زياتو ثابتو عواملو سبب ګرځي. چين غواړي له المان سره همغږۍ پياوړې ، ستراتيژيک باور ټينګ ، همکارۍ ژورې او د دوه اړخيزو اړيکو ثابت پرمختګ هڅونه وکړي.

پلوټنير وويل، چې المان له چين سره اړيکو ته په درنه سترګه ګوري او په اقتصادي او سوداګريزو چارو کې د دواړو هېوادونو تر منځ همکارۍ فعاله ارزيابي کوي. المان هیله لري، چې له چين سره ستراتيژيک ډيالوګ پياوړی کړي، په بېلا بېلو ساحو کې همکارۍ پراخې کړي، په ګډه نړيوال زرغون پرمختګ پرمخبوزي، له اقليمي بدلون سره مقابله وکړي، د نړيوالې سولې او پرمختګ لپاره نوي خدمتونه وکړي او ګډې ګټې تر لاسه کړي.