شي جين پينګ د چین کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د مالي کمېټې د څلورمې غونډې مشري وکړه
CMG2024/02/24 11:16:52
شريکول:

د چین د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي، د دولت رئیس، د مرکزي پوځي کمیسیون مشر او د یادې مرکزي کمېټې د مالي کمېټې مدیر، شي جين پينګ د فبرورۍ په ۲۳مه د مالي کمېټې د څلورمې غونډې مشري وکړه او ګډونوالو په دغه غونډه کې د لویو پيمانو تجهیزاتو د نوي کېدو او د مصرفي توکو د تجارت، د توکو د حمل و نقل اصلي لګښت د ټيټېدو په شمول پر یو لړ مسئلو بحث او  خبرې اترې وکړې.

شي جين پينګ پر دې ټينګار وکړ، چې د تولیداتو د نسل بدلېدل د باکیفیته پرمختګ د هڅولو لپاره مهم ګام دی او  د توکو حمل و نقل لګښت  باید ټيټ شي، تر څو د صنعتي چارو د سیالۍ توان  لا پياوړی او د اقتصادي چلند اغېزه نوره لوړه شي.