د اوکراين د ولسمشرۍ وېبپاڼې د فبرورۍ په ۲۳مه خبر ورکړ، چې د دغه هېواد ولسمشر ولاديمير ځيلينسکي او د ډنمارک لومړي وزيرې ميټي فريډيريکسين په همدې ورځ د اوکراين په ليوپوليس ښار کې د امنيتي همکاریو تړون لاسليک کړ.
د دغه تړون له مخې به د راتلونکو لسو کلونو لپاره ډنمارک اوکراين ته نظامي او مالي ملاتړ برابر کړي. د تړون له نافذېدو وروسته په لومړیو پنځو کلونو کې به ډنمارک اوکراين ته د ۸ميليارډ او ۵۰۰ ميليونه يورو په ارزښت مرستې او په روان کال کې به د لږ تر لږه ۱ميليارډ ۸۰۰ ميليونه يورو په اندازه امنيتي مرستې ورکړي.
دغه راز د تړون له مخې به، ډنمارک په اروپايي ټولنې او ناټو کې د اوکراين د ګډون په چارو کې پلويتوب وکړي.