د چین د دولت رئیس شي جين پينګ د فبرورۍ په ۲۵مه د امریکې د مسکارتین منځني ښوونځي د هغه پلاوی زده کوونکو ته چې چین ته یې سفر کړی، ځوابي پيغام ولیږه.
شي جين پينګ په خپل پيغام کې یادو زده کوونکو ته د چین د ډیوې اختر په مناسبت مبارکي وویله او لا زیاتو امریکايي ځوانانو څخه يې چين ته د سفر کولو هيله وکړه.
رئیس شي جين پينګ د تېر کال په نومبر کې له امریکا څخه د لیدنې په وخت کې اعلان وکړ چې چین په راتلونکو ۵ کلونو کې خپل هېواد ته ۵۰ زره امریکايي ځوانانو ته د سفر بلنه ورکړي. د امریکې د مسکارتین منځني ښوونځي څه د پاسه ۲۰ زده کوونکو د لومړۍ دورې په توګه د روان کال د جنورۍ له ۲۴مې څخه تر ۳۰مې پورې له بېجینګ، هه بې ولایت او شانګهای څخه لیدنې وکړي.