د حکومتولۍ په اړه د شي جين پينګ د نظریو څلورمه ټولګه په مغولي، ځانګ، اویغوري او کوریایي ژبو ترجمه شوې او څو ورځې مخکې چاپ او ټولو هېوادوالو ته وړاندې شوې ده.
په دغه ټولګه کې د ۲۰۲۰ کال د فبرورۍ له ۳مې څخه د ۲۰۲۲ کال د مې تر ۱۰مې پورې د عمومي منشي شي جین پينګ ۱۰۹ مهمې خبرې، ویناوې، لارښوونې او د مبارکۍ پيغامونه او ۴۵ عکسونه شامل دي، چې د نړیوالو ننګونو پر وړاندې د چین کمونېست ګوند د شي جين پينګ تر مشرۍ لاندې کورني او نړیوال وضعیت ته په پام سره د خپل هېواد د اقتصاد او ټولنې د پرمختګ په برخه کې د لیدو وړ بریالیتوبونو د تر لاسه کولو جریان یاد شوی.