د روسيې او اوکراين ترمنځ د شخړې حل په صادقه ګام پورې اړه لري
CMG2024/02/24 14:56:53
شريکول:

د فبرورۍ تر ۲۴مې پورې د روسيې او اوکراين ترمنځ شخړې د دوو کلونو لپاره دوام درلودلی ، خو د دواړو هېوادونو ځواکونه لاهم د جګړې په کنډوالو کې راګير دي. امريکا او اروپا غواړي، چې پر روسيې نوي بنديزونه ولګوي او د جګړې د ښکېلو خواوو خلک لاهم اوربند  ته هيله نه لري. د نړۍ په عامو افکارو کې په جلا جلا توګه د دې جګړې له امله د رسېدلو زيانونو يادونه  کیږي او شخړو ته بيا کتنه  کیږي. په همدې وخت کې د اوربند اواز هم پورته شوی دی.

د روسيې او اوکراين شخړه تر سړې جګړې وروسته په اروپا کې تر ټولو سخته سیمه ييزه جګړه بلل کیږي. د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د لوړ پوړي کميسيون شمېرې ښيي، چې له دوو کلونو راهيسې په ياده جګړه کې د ژوبل او وژل شويو کسانو شمېر له پنځو لکو څخه اوښتی او څه باندې لس مليونه اوکراينيان بې ځايه شوي دي. په ورته وخت کې تر دې شخړې وروسته په نړۍ کې د انرژيو او غلودانو بيې تر زياتې اندازې لوړې شوي او حتی ځيني افريقايي هېوادونه د غلودانو له کمښت سره مخ دي. د وخت په تېرېدو سره د دې شخړو منفي اغېزې هم د زياتېدو په حال کې دي.

اروپا د دې جګړې له امله زیانمنه شوې ده، چې نه يوازې د اقتصادي پرمختګ انډول یې  کم شوی، بلکې له روسيې سره د اوکرانيانو د مقاومت هيلې هم کمې شوي دي. د ۲۰۲۳ کال تر پايه پورې د پولند د لارۍ چلوونکو له اوکراين سره د اروپايي ټولنې پر مرستندويه تګلارې ناخوښي ښودلې او د اوږدمهال لپاره يې د پولند او اوکراين ترمنځ سرحدي بندرونه بند کړي دي.

دا چې د اروپایي ټولنې لخوا د اوکراين ډېر ارزانه کرنيز توليدات خپلو هېوادونو ته وارد  کړي او  یادې ټولنې د شنې انرژۍ تګلاره غوره کړې،چې له امله یې د جرمني، فرانسې، بلژيک،رومانيا او هالنډ په شمول د لسګونو اروپايي هېوادونو  بزګرانو لاريونونه هم کړي دي.

اوس نړيوال دغې جګړې ته په کتو سره پر دې ښه پوهيږي، چې نړيوال سیاست ساده  ریاضیکي فورمول نه دی او د سړې جګړې مفکوره د شخړو رېښه ده او امريکا د يادو هېوادونو ترمنځ د مقاومت د پردې تر شا هېواد دی.

دوه کاله دمخه کله چې ياده شخړې رامنځته شوې، شنونکو تل دا نظر درلود، چې د سړې جګړې ذهنيت او د جبهې  سیاست د دې شخړو سبب شوی و. د امريکا په مشرۍ ناټو په پر له پسې توګه د روسيې خوندي سيمې ګواښلې، چې همدا د شخړو د رامنځته کېدو لامل شوه. امريکا غواړي له دې لارې روسيه کمزورې کړي، اروپا ګډوډه کړي او د بحران پړه پر نورو هېوادونو واچوي، تر څو ترې ګټې واخلي او خپله باداري ولټوي.

له دوو کلونو راهيسې امريکا د اوکراين د بحران په پلمه په ناټو کې د سويډن او فينلډ د شموليت لپاره ډېرې هڅې وکړې او ويې غوښتل، چې د ملګرو لازیات هېوادونه يې په جګړه کې ګډون وکړي. همدا د نړیوال وضعيت د لا خرابوالي لامل هم دی. د روان کال  له پیل راهیسې د څو اروپايي هېوادونو مشرانو او د ناټو لوړ پوړيو چارواکو هم له روسيې سره د جګړې د پيلولو څرګندونې کړې او پر اروپا  يې غږ کړی، چې د جګړې لپاره خپله پوځي پيمانه پراخه کړي.  په دې وروستیو کې ناټو په اروپا کې د ۲۰۲۴ کال لپاره د ټينګ ساتونکي په نوم پوځي تمرين تر سره کړی، چې له روسيې سره د مستقيمې جګړې غوندې دی. د امريکا تر کنټرول لاندې د نړيوالې جګړې ننګونې د ډېرېدو په حال کې دي.

سربېره پردې د دوو کلونو شخړې هم دغه ټکی ثابت کړی، چې پر روسيې يو اړخيز بنديزونه ښې پايلې نه دي تر لاسه کړې، برعکس تضادونه او مقاومت يې شديد کړی دی .

شمېرې ښيي، چې له دوو کلونو راپدېخوا امريکا او اروپايي ټولنې په وار سره ۱۳ ځلې پر روسيې اقتصادي بنديزونه لګولي، چې د ۲۰۲۳ م کال تر نومبر پورې د بنديزونو شمېر يې ۱۷ زره او ۵۰۰ ته رسېدلی دی، خو بنديزونو په جنګي ميدان کې د روسيې پوځي عمليات نه دي بدل کړي او د دې هېواد پر اقتصاد یې رښتيني منفي اغېزه نه ده کړې، برعکس اروپا ته يې زيانونه اوړلي دي.

پېچلی مسئله په اسانۍ سره نه شو حلولی. د اوکراين بحران د حل وفصل بېړنۍ دنده دا ده، چې اړوندې خواوې په صادقانه توګه د اوربند لپاره ښه او لازمه زمينه برابره کړي.اصلأ د اوکراين ملي حاکميت بايد وساتل شي او د روسیې امنیتي ګټو ته دې هم درناوی ولري، تر څو پر دې اساس د خبرو اترو او مشورو له لارې په اروپا کې برابر، اغېزناک او دواملرونکی امنيت رامنځ ته  شي.