لي چيانګ د دولتي شورا د دايمي غونډې مشري وکړه
CMG2024/02/24 10:42:56
شريکول:

د چين د دولتي شورا صدراعظم لي چيانګ د فبرورۍ په ۲۳مه د دولتي شورا د دايمي غونډې مشري وکړه. هغه په  یاده غونډه کې د ۲۰۲۳م کال د دولتي شورا په څانګو کې د ملي ولسي کانګرس استازو وړانديزونه او د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د لايحو د اجرا کولو په هکله کاري راپور واورېد، د بهرنيو پانګو د جلبولو او کارولو په هکله يې تدبيرونه او تګلارې غوره کړې، د ځايي قرضونو د خطرونو د مخنيوي کارونه يې تنظيم کړل، «د   د تادیاتو لارو چارو د نور غوروالي او په دې چارو کې د اسانتياوو زياتولي په هکله نظريې» او «د اوبو د سپمولو مقررات»، «د ايکولوژيکي چاپېريال د ساتنې په چارو کې د مالي مرستې سند»، «د چين د ولسي جمهوريت د مشتريانو د حقونو او ګټو د تامينولو مقررات» يې  منظور کړل.