اروپايي ټولنې پر روسيې نوي بنديزونه منظور کړل
CMG2024/02/25 10:04:55
شريکول:

اروپايي ټولنې د فبرورۍ په ۲۳مه نېټه اعلان وکړ چې پر روسيې يې د بنديزونو ديارلسم پړاو تصويب کړی دی. د روسيې خارجه وزارت په همدې ورځ د اروپايي ټولنې دغه کړنه غير قانوني وبلله او په ځواب کې يې څرګنده کړه چې د اروپايي ټولنې پر ضد خپل تور ليست به لا اوږد کړي او روسيې ته د ځينو اروپايانو پر ورتګ بندیز ولګوي.

د اروپايي ټولنې شورا د روانې مياشتې په ۲۳مه نېټه په يوه خبرپاڼه کې د اوکراين د خاورې بشپړتيا، ملي حاکميت او خپلواکۍ د ګواښولو او ويجاوړلو له امله پر نورو ۱۰۶ کسانو او ۸۸ ارګانونو د محدوديت تدبيرونه اعلان کړل.

( سپوږمۍ)