په چين کې د خوړو په زړه پورې فرهنګ او خوځنده اقتصادي تحريک ځواک
CMG2024/02/25 14:47:56
شريکول:

د کرهنيزې جنترۍ له مخې د لومړۍ مياشتې پنځلسمه نېټه د چين د پسرلني اختر په موده کې د ډېوې اختر دی. د چين هره کورنۍ په دې اختر کې د تانګ يوان او يا يوان شياو ځانګړي خواړه خوري. په حقيقت کې د چين په هر عنعنوي اختر کې ځانګړي خواړه شته چې دا په چين کې ځانګړی او په زه پورې دوديز فرهنګ دی.

په چين کې يوه اصطلاح شته، چې وايي خلک خوړو ته پر هرڅه لومړیتوب ورکوي. په چین کې خواړه نه یوازې د لوږې لرې کولو لپاره یوه اړتیا ګڼل کېږي، بلکې یو  فرهنګ هم ګڼل کېږي.

چین کې ډېری خواړه زرګونه کاله اوږد تاریخ لري او تر شا يې ښکلې کیسې شته او تر اوسه خپرېږي او دا يوه ډېره ځانګړې فرهنګي نښه ده.   

چينايان د پسرلني اختر په وخت کې جياو ځه ، د ډيوې اختر په وخت کې تانګ يوان، د سپوږمۍ اختر په وخت کې د سپوږمۍ کېک، د ښاماري کښتيو په اختر کې ځونګ ځه خوري ...... د اخترونو په وخت کې هره کورنۍ دغه ځانګړي خواړه پخوي. دغه خواړه رنګین او خوندور دي او خلک دا باور لري چې دغه خواړه د يووالي او نيکمرغۍ ژور اهميت لري او د چين اوږد تاريخي فرهنګ هم  پکې ښکارېږي.

د خوړو خوندونه

چينايان له خپلو ملګرو سره د ليدلو په وخت کې د سلام په وخت کې همېشه داسې پوښتنه کوي، چې تاسې ډوډۍ خوړلې؟ لرغوني تمدن ته په کتو د خوراکي توکو خوړل د ژوند تر ټولو بنسټيزه برخه وه، په چين کې په مختلفو وختونو او سيمو کې د خوړو مختلفې ځانګړتياوې د خلکو لخوا اختراع شوې.

د چين په پراخو ځمکو کې تقریبا د هرې سیمې استازيتوب لرونکي ځانګړي خواړه شتون لري. په چين کې اته ډوله غذايي سيستم شته چې په هر سيستم کې د خوړو ډېر ډولونه موجود دي. څرنګه چې د خوړو ډولونه ډېر دي، د چين د شيانګ شنګ په عنعنوي ننداره کې يو ځانګړی پروګرام شته، چې د خوړو نومونه پکې وړاندې کېږي او هنرمند يو ځل د لسګونو خوړو نومونه لوستلی شي.

په تېر ژمي کې د چين له جنوب څخه ګن شمېر سيلانيان د هېواد شمال ختيځ تر ټولو لرې د هه لونګ جيانګ ولايت ته سفر کړی، او په دغه سفر کې تر ټولو مهمه برخه دا ده چې د دغه ولايت د مرکز هاربين ښار بازار سيل کوي، ځکه سيلانيان هلته بېلا بېل ځايي خواړه خوړلی شي. له جنوب څخه د ورغلو سيلانيانو ډلې د هغو سیمو د مشهورو خوړو په نوم وي چې د دوی د سفر موخه دي، مثلآ د ګوانګ شي د کينو (شا تانګ جو) ډلې، د بېجينګ د هيلۍ کباب (کاو يا) ډله او داسې نور. دا يو ځای ته د خوړو په نومولو سره په زړه پورې کيسې دي.

د خوړو اقتصاد

د خوړو د رنګارنګ او په زړه پورې فرهنګ او د بېلا بېلو ځايونو کې د مختلفو خوړو پر بنسټ په چين کې د خوړو اقتصاد هم ډېر پرمختګ کړی دی.

د اخترونو په وخت کې په بازار کې ځانګړي خواړه په زياته اندازه پلورل کېږي، چې هره کورنۍ يې اخلي او د ډالۍ په توګه يې نورو ته لېږي، چې د اخترونو له شوق او ذوق څخه ډک چاپيريال ترې ښکاري. د ۲۰۲۴م کال د ډيوې اختر په وخت کې بازارونه د تانګ يوان خوړو د پلورلو لپاره ګټور فعاليتونه ترسره کړي او زیات شمېر مشتریانو اخیستي دي. د انلاين سوداګرۍ په وسيله په يو ځل څه باندې ۱ميليون دانې تانګ يوان خواړه پلورل شوي دي.

د خوړو چارې د اقتصاد د پرمختګ لپاره يوه مهمه برخه ده. د شميرنې له مخې، په ۲۰۲۳م کال کې د چين د خوړو عايدات د لومړي ځل لپاره له ۵۲۰ميليون يوانو څخه اوښتې و. د خوړو چارو سمسورتيا زياتو خلکو ته کاري فرصتونه برابر کړي دي، چې په دې اړوند کرهنيزې چارې، مالدارۍ چارې، سيلانۍ او د توکو ليږد راليږد چارې ټول په دې سره فعال کېږي. د مشتريانو د اخيستلو چارې پياوړې شوې او خوځنده اقتصادي ځواک ترې ښکاري.

په چين کې د خوړو خوړل خلکو ته د نيکمرغۍ احساسات رسوي. د چين په بېلا بېلو ځايونو کې د خوړو چارې د لا پرمختګ په حال کې دي، چې د هېواد په دننه او بهر کې سيلانيان جلبوي. که تاسی فرصت ولرئ چې چين ته سفر وکړئ، خامخا د چين خوندور خواړه وخورئ.