ډېرو لوریو غږ کړی چې د اوکراین بحران دې له سیاسي لارو حل شي
CMG2024/02/25 11:40:14
شريکول:

د فبرورۍ په ۲۳مه نېټه د اوکراين د بحران د رامنځته کېدو دویمه کلیزه وه او د ملګرو ملتونو د امنيت شورا د اوکراين د مسئلې په هکله يوه علني غونډه تر سره کړې.

د دې غونډې ګډونوالو پر نړيوالې ټولنې غږ کړی چې د اوکراین بحران حل ته دې یوه سیاسي لار پيدا کړي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونيو ګوتريش په همدې ورځ  په دې غونډه کې له اړوندو خواوو څخه د م.م د منشور، نړيوالو قوانينو او د دې سازمان د اړوندو پرېکړه ليکونو پر بنسټ د سولې د لټولو غوښتنه وکړه.

په م.م کې د چين دایمي استازي جانګ جون په دې غونډه کې ويلي چې د اوکراين بحران د دوو کالو په تېرېدو لا هم نه دی حل شوی او هماغه شان پېچلی او د پراخېدو په حال کې دی.

ده ویلي چې نړيوال د دې تراژيدۍ له امله خپه او غمجن دي او نړيواله ټولنه باید د دې بحران د سياسي حل و فصل او عادلانه او معقولې لايحې د لټولو لپاره ګډې هڅې وکړي تر څو سوله ژر تامین شي.