((د شي جين پينګ د خوښۍ وړ کلاسيکي کيسې )) د هرکلي وړ ګرځېدلې دي
CMG2024/02/25 15:07:42
شريکول:

د ((د شي جين پينګ د خوښۍ وړ کلاسيکي کيسې)) په نوم د ځانګړي ټلویزیوني پروګرام درېيمخه برخه چې د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمیټې د تبليغاتو څانګې او د چين د ميډيا ګروپ له خوا په ګډه جوړه شوې، د فبرورۍ په ۱۷مه نېټه په سي سي ټي وي کې تر خپرېدو وروسته د خلکو په منځ کې د هرکلي وړ ګرځېدلې دي.

ياد پروګرام د نوښت له لارې د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې د عمومي منشي شي جين پینګ په يو لړ مهمو خبرو، مقالو او په ويناوو کې د يادو شويو کلاسيکو کيسو او خبرو په هکله ليدونکو ته توضيحات ورکوي چې موخه يې د دې ګوند د شلم ملي کانګرس د روحيې خپرول دي. له دې پروګرام څخه د عمومي منشي شي جين پینګ پوهه او د ده په کلتوري مفکورې کې د ساتل شويو حقيقتونو ستر ځواکونه ښکاري. پروګرام هم غواړي پراخو کادرونو او چارواکو ته لارښوونه ورکړي چې په نوې زمانه کې د چين د خصوصيت لرونکي سوسياليزم په اړه د شين جين پينګ پر افکارو ښه پوه شي.