د ميانمار سمندري پوځ يو اعشاريه پنځه ټنه ميتامفتامين نيولي دي
CMG2024/02/25 11:41:06
شريکول:

د ميانمار رسمي خبري رسنۍ د فبرورۍ په ۲۳مه نېټه خبر ورکړی چې سمندري پوځ يې په وروستيو کې په ايرواوي ولايت کې يو اعشاريه پنځه ټنه ميتامفتامين پيدا کړي او ۱۹ تنه مجرمين يې نيولي دي.

د خبر له مخې د څو پړاوونو تر پلټنې وروسته د ميانمار سمندري پوځ د فبرورۍ په ۱۲مه نېټه د ياد ولايت په يوې علاقه دارۍ کې دغه ميتامفتامين پيدا کړي. د پلټنې له مخې ټاکل شوې وه چې دغه نشه يي توکي د ماليزيا سمندري سيمو ته وليږدول شي. اوس د دغې پېښې په تړاو نورې پلټنې هم روانې دي.