امريکا او برېتانيا د يمن پر پلازمېنې هوايي بريدونه کړي
CMG2024/02/25 10:03:32
شريکول:

د يمن د حوثيانو يوه ټلويزيون د فبرورۍ په ۲۴مه نېټه خبر ورکړ چې امريکا او برېتانيا په همدې شپه د دغه هېواد پر پلازمېنې صنعا څو ځله هوايي بريدونه وکړل.

د صنعا اوسېدونکو رسنيو ته ويلي چې دوی د ۲۴مې نېټې په شپه د دغه ښار په شمال کې په يوه پوځي کمپ کې د درنو چاودنو اوازونه واورېدل او په هوا کې يې اورونه وليدل. تر دې دمه د مرګ ژوبلې په اړه هېڅ معلومات نشته.

امريکايي رسنيو د دغه هېواد د پوځ له قوله خبر ورکړی چې د امريکا او برېتانيا څو جنګي الوتکو د روانې مياشتې په ۲۴مه نېټه د حوثيانو تر کنټرول لاندې د څو ځايونو پر ۱۸ موخو بريدونه کړي دي. دا پر سوداګريزو بيړيو د حوثيانو وروستيو بريدونو ته ځواب دی.

د معلوماتو له مخې، دا د تېرې جنورۍ له ۱۲مې نېټې راهيسې پر حوثيانو د امريکا او برېتانيا څلورم ګډ عمليات دي. د دې تر څنګ له يوې مودې راهيسې امريکا هره ورځ د حوثيانو پر موخو بريدونه کوي.