په بېلاروس کې د ولسي جرګې ټاکنې ترسره شوې
CMG2024/02/26 10:28:54
شريکول:

په بېلاروس کې د فبرورۍ په ۲۵مې نېټې د پارلمان د ولسي جرګې ټاکنې ترسره شوې.

د بېلاروس دولتي اژانس (BELTA) خبر ورکړی، چې په همدې ورځ د بېلاروس وګړي د رايو مرکزونو ته تللي او د ولسي جرګې د ۱۱۰ غړيو د ټاکلو لپاره يې رايې کارولې دي.

د بلاروس ولسمشر اليکساندر لوکاشنکو هم په همدې ورځ د رایې اچولو مرکز کې خپله رایه کارولې ده.

 په بېلاروس کې د ولسي جرګې ټاکنو لپاره د رایې اچولو ۵۴۱۱ مرکزونه جوړ شوي وو او رایه اچونه پکې په ځايي وخت د سهار په ۸ بجو پیل او د شپې تر ۸ بجو پورې یې دوام وکړ.

 په بېلاروس کې نژدې ۷ ميلیونه وګړيو رايه ورکړې، چې ٪۴۱.۷ یې د روانې میاشتې له ۲۰مې څخه تر ۲۴مې پورې رایه کارولې او پاتې وګړو يې په ۲۵مې نېټې د رایې مرکزونو ته تللي او د خپلې خوښې نوماند ته يې رايه ورکړې ده.