د چین د سوداګرۍ وزارت وياند د فبرورۍ په ۲۶مې نېټې د روسيې په پلمه پر ځینو چينايي شرکتونو د امريکا د بنديزونو په تړاو د خبريالانو پوښتنو ته په ځواب کې ويلي، چې د واشنګټن دغه کړنه د يواړخيزو بنديزونو، لاسوهنې او اقتصادي جبر يوه بېلګه او له نړيوالو اقتصادي او سوداګريزو اصولو سره په ټکر کې ده او د نړۍ د تولید او عرضې ځنځیرونو امنيت او ثبات ته يې زيان رسولی دی.
د چین د سوداګرۍ وزارت وياند د امريکې له يادې کړنې سره سخت مخالفت ښودلی او په خبره یې، هېواد يې اړوند حالات څاري او د خپلو شرکتونو د مشروع حقونو او ګټو د ساتلو لپاره به لازم تدبيرونه ونيسي.